IQNA

سید متولی عبدالعال او د عمر تروروستیو شیبو پورې ئې د تلاؤت شوق او ولوله(فیلم)

7:15 - April 27, 2024
د خبر لمبر: 3489111
ایکنا – شیخ سید متولي عبدالعال یو داسې اغیزشیندونکی او په زړه پورې غږ لرونکی قاری ؤ چې په ډيرو هیوادونو کې ئې د قرآن کریم تلاؤت کړی او د مصر د قرآن یو ترټولو ښه سفیر ؤ . هغه  د روژې دمبارکې میاشتې په ۲۷ نیټه د الفدادنه کلي د یوه ځوان د ویر او ماتم په دستورو کې  د ماسخوتن لمانځه له اداکولو او د لقمان  سورې د تلاؤت او د سجدې سورې په پیل کې د تلاؤت له  خاشعانه انداز قرآیت وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې او د حق ،اخوا ئې الوت وکړ.

ایکنانیوز د الیوم السابع له قوله راپور راکړ،  د خدای بخښلي سید متولی عبدالعال  دنیمکرغه زوکړې په مناسبت د اپریل په ۲۶ نیټه  دد غه مهشور قاري له ماندنې  او بچیانو سره د مصر د یوه مشهور قاري خبرې اترې شوي دي ، چې دمتن ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

د هغه زوکړه  د مصر په الشرقیه ولایت کې د فاقوس مرکز د شاوخوا ؛الفدادنه ؛کلي لپاره د یوه  واقعي تاریخ  پیلامه وه او لامل شو  چې دغه کلی  په ځاي ، سیمه ایز اونړیوالې سوئې  مشهور شي او په تاریخ کې په ترټولو ښکلي شکل ثبت شي. سید متولی عبدالعال   د ۱۹۴۷ کال د اپریل په ۲۶ نیټه نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې.

هغه مهال چې سید پنځه کلن شو،مور پلار ئې هغه د قرآن کریم د زده کولو لپاره  د شیخه؛مریم رزیق؛  مکتب خانې وسپاره.مکتب خانه  د دغه ماشوم د نبوغ شاهده وه او شیخه مریم  د هغه موهبت نښې نښانې چې د هغه په وجود کې سسټماټيک شوي وې ، یعني د هغه ښکلی غږاو اوږده سا اخستل  په هغه کې مشاهده کول. نو ځکه ئې دغه ماشوم ته دقرآڼ کریم ورزده کول پیل کړل او سید په دولس کلنۍ کې وتوانید ،ټول قرآن کریم حفظ کړي  او   پخپل کلي کې  د ؛شیخ سید ؛ په نامې سره  مشهور شو. وروسته  ئې د شیخ احمد الصاوي عبدالمعطی  په نزد  له عاصم څخه  د حفص  قرآئت زده کړ او  له د ېو روسته   په العرین کلي کې  د شیخ طه الوکیل په حضور کې ئې قرآني علوم او  له نافع څخه د ورش اوقالون روایت زده کړ. هغه په دولس کلنۍ کې د قرآن کریم پر څوکۍ تکیه ووهله او  دخپل زیږنځي کلي کې سوکه سوکه ډير مهشور شو.

د  شیخ متولی عبدالعالی ماندنه  حاجیه میرمن ؛نجاة  السید احمد؛  په  همدې ارتباط کې وائي ؛،  سید  خپل په زړه پورې غږ له خپل پلاره په میراث کې ترلاسه کړی دی.

په دوام کې د سید متولی عبدالعال لور؛نادیه ؛ چې د قرآن حافظه او دانګریزي ژبې استاده ده ،  دخپل پلار په باب وائي ؛ پلار مې  د کلی په مکتب خانې کې قرآن حفظ کړ.په کلي کې د قرآن دحفظ مسئول ،د شیخه مریم رزیق په نامې سره یوه نابینا بوږډئ ښځه وه  او که  هغه نه وائ، نو  له الفدادنه کلي به  د قرآن یو حافظ هم نه ؤ راپورته شوی . شیخه مریم   واده  نه ؤ  کړی  او  خپل وخت ئې د قرآن  په حفظ کې تیروه.

د سید متولی عبدالعال  زوی ډاکټر صلاح  چې یو ډاکټر دی ،د خپل پلار دژوند په باب ووئيل، د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې  دتلاؤت لپاره ئې سفرونه کړي  او دغه راز ئې په مختلفو پروګرامونو کې ډیری ډالۍ هم ترلاسه کړي  او د هغه دژوند ترټولو ښې شیبې  د  قرآن کریم تلاؤت  او په محفلونو کې ګډون  ؤ.

د سید متولی عبدالعال  زوی په دوام کې وائي ، زما پلار د خپل وفات په وخت چې د هغه د ژوند د پاي لپاره تر ټولو ښه حالت ؤ ، د ۲۰۱۵ کال  دجولائي په ۱۶ نیټه  د روژې دمبارکې میاشتې په ۲۷  د الفدادنه کلي د یوه ځوان  د  ویر په دستورو کې ، د ماسخوتن لمانځه وروسته  او د قرآن کریم دتلاؤت په وړاندې کولو پسې له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه  په هغه شپه د لقمان سورې آیتونه او د سجدې سورې  اول آیت قرآئت کړ  او ډير خاشع انداز ئې تلاؤت وکړ،  چې همدغه تلاؤت د هغه د ژوند وروستۍ تلاؤت  او شبې شوې.

د مصر دغه نامتو قاري د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۰ لمریز کال کې  له خدای بخښلي  شحات محمد انور سره یو ځای د ایران اسلامی جمهوریت ته سفر  راوکړ اود ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن په نړیوالو سیالیو کې ئې په مختلفو محفلونو کې  پر تلاؤت سربیره ، قضاؤت هم وکړ. هغه په ترټولو وروستي ځل  د ۱۳۹۳ کال په روژې مبارکې میاشتې کې  د ایران دملت میلمه ؤ  چې  مشهد مقدس ته پخپل سفر کې ئې دحضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې په زه پورې  او په ښکلي غږ سره تلاؤتونه په یادګار پریښودلي دي.

روح ئې تل شاد او خاطره ئې ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4212200

 

captcha